Biblia Todo Logo
Online Bible

- Advertisements -




فیلیپیان 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بې‌عېبه پاتې شئ.

See the chapter Copy




فیلیپیان 1:10
43 Cross References  

اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“


ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟


ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.


تاسو چې د نېکۍ نه نفرت او د بدۍ سره مينه کوئ، څوک چې زما د قوم نه څرمن وباسئ او د هغوئ د هډوکو نه غوښه لرى کوئ،


بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“


پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“


کله چې عيسىٰ نتنى‌ايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“


هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.


په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.


خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.


مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.


نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بې‌اتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ.


او تاسو ته د هغۀ رضا معلومه ده او د ښو او بدو نه خبر يئ، دا ځکه چې تاسو ته په شريعت کښې دا تعليم درکړے شوے دے،


اوس کۀ زۀ هغه کوم څۀ چې نۀ غواړم، نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے.


زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.


ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.


هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بې‌اِلزامه يئ.


د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.


په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.


مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،


زۀ د حُکم په طور دا نۀ وايم بلکې د دې دپاره چې زۀ د نورو د جوش مقابل کښې ستاسو د مينې رښتينوالے وآزمائيم.


خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.


نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے.


او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى.


او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى.


په هغوئ ټولو دې فضل وى څوک چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح سره نۀ ختمېدونکې مينه کوى.


دوئ د مينې په وجه د مسيح پېغام ورکوى او په دې خبر دى چې زۀ د زيرى د دفاع دپاره دلته يم.


زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.


تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بې‌فائدې شوه او نۀ زما خوارى بې‌ځايه لاړه.


نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بې‌عېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.


خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.


خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.


نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.


ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.


زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.


Follow us:

Advertisements


Advertisements