نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بېاِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.
اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.
خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.