Online Bible

- Reklamy -




شمېر 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12-83 هغوئ به په دې ترتيب باندې خپلې نذرانې پېش کړى. په وړومبۍ ورځ د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، په دوېمه ورځ د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، په درېمه ورځ د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، په څلورمه ورځ د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، په پينځمه ورځ د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورشدى، په شپږمه ورځ د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، په اوومه ورځ د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، په اتمه ورځ د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، په نهمه ورځ د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، په لسمه ورځ د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، په يوولسمه ورځ د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، په دولسمه ورځ د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان. هره يوه نذرانه چې راوړلے شوه مِقدار يې دا وو، يو د سپينو زرو جام يو نيم کلو او يو د سپينو زرو ښانک اتۀ سوه ګرامه، دا د منلے شوى معيار په مطابق وُو، دا دواړه د اوړو نه ډک وُو او تېل ورسره ګډ وُو، دا د غلې نذرانې دپاره وُو، يو د سرو زرو لوښے يو سل او لس ګرامه د خوشبويۍ نه ډک وُو، يو سخے، يو ګډ او د يو کال ګډُورے، دا د سوزېدونکې نذرانې دپاره وُو، يو د چېلۍ بچے د ګناه نذرانې دپاره وو، او دوه غوَيى، پينځۀ ګډان، پينځۀ چېلى او پينځۀ يو کلن ګډُورى د سلامتۍ نذرانې دپاره وُو.

Viz kapitola kopírovat




شمېر 7:12

Následuj nás:

Reklamy


Reklamy