يرمياه 34:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 خو اوس تاسو پښېمانه شوئ او توبه مو وويستله او خپله فېصله مو بدله کړه او هغه کار مو وکړو چې څۀ زما په نظر کښې صحيح وو، او تاسو هر يو د خپلو غلامانو د آزادولو اعلان وکړو. او دا چې تاسو زما په کور کښې چې زما د نوم مهر پرې لګولے شوے دے ما سره لوظ وکړو. Viz kapitola |