اِستَر 3:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسمالخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو. Viz kapitola |