دوېم تاريخ 18:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 يو څو کاله وروستو يهوسفط د اخىاب سره مِلاوېدو دپاره د سامريه ښار ته لاړو. د يهوسفط او د هغۀ د کسانو په درناوى کښې اخىاب د يوې مېلمستيا په توګه ډېر ګډان او څاروى حلال کړل. هغۀ يهوسفط دې ته جوړولو چې په راماتجِلعاد ښار باندې دواړه په يو ځائ باندې حمله وکړى. Viz kapitola |