24 بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورنزدې شو، په مخ يې څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستا خيال دا دے څۀ چې د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره يې خبرې کړې دى؟“