څېړونکی 8_1:17 - Afghan Pashto Bible17 نو بیا ما ټول هغه کارونه ولیدل چې خدای تر سره کړي وو. په حقیقت کې، هېڅوک دا پټ راز نه شي پیدا کولای چې د اسمان لاندې خدای کوم کارونه تر سره کړي دي. انسان د خپل ټول زیار او زحمت سره سره چې د هغه په لټولو کې یې وباسي، لا هم نه شي کولای دا راز پیدا کړي. حتی که یو پوه او هوښیار سړی دعوه وکړي چې زه د خدای په کارونو پوهېږم، خو په حقیقت کې، هغه به هېڅکله دا راز پیدا نه کړي. Viz kapitola |