درېم يوحنا 1_1:10 - Afghan Pashto Bible10 که زه درغلم، نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي، بلکې مېلمنو مسیحیانو ته د هرکلي ویلو نه هم انکار کوي او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووایي او د هغوی مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي. Viz kapitola |