اول پطروس 1_1:3 - Afghan Pashto Bible3-4 ۳-۴ ثنا او صفت دې وي خدای ته، هغه خدای ته چې زمونږ د عیسی مسیح پلار دی. هغه په خپل لوی رحم سره د مړو څخه د عیسی مسیح د بېرته راژوندي کولو په وسیله مونږ ته نوی ژوند راکړ. دا مونږ ته ژوندۍ هیله راکوي، ترڅو هغه نه فناکېدونکی، نه خرابېدونکی او تلپاتې میراث تر لاسه کړو چې ستاسو دپاره په اسمان کې ساتل شوی دی. Viz kapitola |