روميان 10_1 - Afghan Pashto Bibleلسم فصل 1 ای خویندو او ورونو! زما د زړه غوښتنه او خدای ته دا دعا ده چې زما قوم خلاصون ومومي. 2 زه په دې شاهدي ورکوم چې هغوی د خدای په هکله غیرتي دي، خو د هغوی غیرت د پوهې له مخې نه دی. 3 ځکه چې هغوی هغه لاره ونه پېژندله چې خدای د هغې په وسیله خلک په خپل حضور کې عادلان ګڼي او د هغه په ځای کوښښ یې وکړ چې خپله لاره عادلانه وښایي او په دې ډول هغوی د خدای د عدالت تابعداري نه کوي. 4 ځکه چې مسیح د شریعت پوره کوونکی دی، نو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغوی به د خدای په حضور کې عادلان وګڼل شي. ټولو ته د ژغورنې پیغام 5 موسی د عادل کېدلو په هکله چې د شریعت په وسیله تر لاسه کیږي، لیکي: «څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، نو د هغه په وسیله به ژوند کوي.» 6 خو د هغه عدالت په هکله چې د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي، وایي: «په خپل زړه کې داسې مه وایئ: ‹څوک به اسمان ته وخېژي؟› د دې دپاره چې مسیح لاندې راولي. 7 یا داسې مه وایئ: ‹څوک کولای شي چې ښکته د مړو دنیا ته لاړ شي؟› د دې دپاره چې مسیح د مړو نه راژوندی کړي.» 8 د خدای کلام څه وایي؟ د خدای پیغام تا سره نژدې دی. هغه ستا په خوله او ستا په زړه کې دی. هغه پیغام د ایمان پیغام دی چې مونږ یې اعلانوو: 9 که چېرې ته په خپله خوله اقرار وکړې چې عیسی څښتن دی او په خپل زړه کې په دې ایمان ولرې چې خدای هغه د مړو نه راژوندی کړی دی، نو ته به خلاصون ومومې. 10 ځکه که څوک د زړه نه ایمان راوړي، نو هغه به نېک وګڼل شي او که په خپله خوله د خپل ایمان اقرار وکړي، نو هغه به خلاصون ومومي. 11 د پیغمبرانو په لیکنو کې ویل شوي دي: «هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.» 12 نو ځکه د یهودي او غیریهودي ترمنځ هېڅ فرق نشته، ځکه چې د ټولو څښتن یو دی او هغو ټولو کسانو ته چې د هغه نه مرسته غواړي، زیات برکتونه ورکوي. 13 لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: «هرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړي، نو هغه به وژغورل شي.» 14 خو که چېرې هغوی په هغه باندې ایمان نه وي راوړی، نو څنګه به هغه ته اواز وکړي او مرسته به ورڅخه وغواړي؟ او څنګه کولای شي چې په هغه باندې ایمان راوړي چې د هغه په هکله یې څه نه وي اورېدلي؟ او هغوی به یې څنګه واوري ترڅو چې چا ورته پیغام نه وي رسولی؟ 15 او هغوی به څنګه پیغام ورسوي، ترڅو د دې کار دپاره لېږل شوي نه وي؟ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څومره ښکلي دي د پیغام وړونکي قدمونه چې زېری رسوي. 16 خو هغوی ټولو هغه زېری قبول نه کړ، ځکه اشعیا نبي وایي: «ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟» 17 نو ایمان د پیغام په اورېدلو سره پیدا کیږي او پیغام د مسیح د کلام په وسیله اورېدل کیږي. 18 خو زه پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو قوم پیغام نه دی اورېدلی؟ بې له شکه چې اورېدلی یې دی، ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: د زیري رسوونکو اواز په ټوله دنیا کې اورېدل کیږي او د هغوی خبرې د دنیا تر بل سره پورې رسیږي. 19 خو زه یوځل بیا پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو خلک په دې پوه نه شول؟ موسی لومړنی کس دی چې وایي: زه به په تاسو کې د هغو خلکو په وسیله بخیلي پیدا کړم چې په قوم کې نه شمېرل کیږي او د یو نا پوهه قوم په وسیله به ستاسو قهر راوپاروم. 20 بیا اشعیا په ډېرې زړورتیا سره وایي: زه هغو خلکو پیدا کړم چې زما په لټه کې نه وو او خپل ځان مې هغو خلکو ته ښکاره کړ چې زه یې نه غوښتلم. 21 خو د اسراییلو د قوم په هکله خدای وایي: ټوله ورځ مې هغو خلکو ته د پخلاینې دپاره غېږه خلاصه کړې وه چې نافرمانه او سرکښه وو. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society