Online Bible

- Reklamy -

مکاشفه 9_1 - Afghan Pashto Bible


نهم فصل

1 بیا پنځمې فرښتې خپل سرنی وواهه او ما یو ستوری ولیده چې د اسمان نه ځمکې ته راولوېد او هغه ستوري ته د ځمکې د تل د لارې کیلي ورکړل شوې وه.

2 هغه په دې کیلي باندې د ځمکې د تل لاره خلاصه کړه او د هغې کندې نه د یو لوی داش د لوګي په شان لوګی راپورته شو او لمر او هوا د هغه داش د لوګي له امله تیاره شوه.

3 بیا د لوګي نه ځمکې ته ملخان راووتل او هغوی ته لکه د لړمانو په شان قدرت ورکړل شو.

4 هغوی ته وویل شول چې واښو، ونو او بوټو ته زیان ونه رسوي، بلکې یوازې هغو خلکو ته زیان ورسوي چې د هغو په تندیو باندې د خدای مهر نه وي لګېدلی.

5 ملخانو ته اجازه ورکړل شوه چې هغه خلکو ته پنځه میاشتې عذاب ورکړي، داسې عذاب چې د لړم د چیچلو په شان وي، خو د هغوی د وژلو اجازه ورته نه وه ورکړل شوې.

6 په هغو ورځو کې به دغه کسان مرګ وغواړي خو مرګ به ورته نه راځي. هغوی به د مرګ په ارمان وي، خو مرګ به ورڅخه تښتي.

7 دا ملخان د هغو اسونو په شان ښکاره کېدل چې جنګ ته تیار وي. د هغوی په سرونو باندې د سرو زرو په شان تاجونه وو او مخونه یې د انسان د مخونو په شان وو.

8 د هغوی ویښتان د ښځو د ویښتانو په شان وو او غاښونه یې د زمریو د غاښونو په شان وو.

9 هغوی لکه د اوسپنې څخه جوړ شویو زغرو کالي اغوستې وو او د هغوی د وزرونو اواز د اسونو او ډېرو جنګي ګاډیو د غړمبار په شان ؤ چې د جنګ میدان ته ځغلي.

10 د هغوی لکۍ ګانو لکه د لړمانو د لکیو په شان نېشونه لرل چې د دې قدرت یې درلود چې په خپلو لکۍ ګانو سره پنځه میاشتې خلک وځوروي.

11 د هغوی پاچا یوه فرښته وه چې د ځمکې د تل د کندې مشره وه چې په عبراني ژبه کې د هغې نوم ابدون او په یوناني ژبه کې آپولیون ؤ چې معنی یې تباه کوونکې دی.

12 یوه بلا تېره شوه او دوه نورې شته چې راتلونکې دي.

13 بیا شپږمې فرښتې خپل سرنی وواهه او یو اواز مې واورېد چې د سرو زرو د قربانۍ د ځای د څلورو کونجونو څخه چې د خدای په حضور کې ؤ، راووت.

14 هغه اواز شپږمې فرښتې ته چې سرنی ورسره ؤ، وویل: «د لوی فرات د سیند نه هغه څلور تړل شوې فرښتې ازادې کړه.»

15 نو هغه څلور فرښتې ازادې شوې چې د درېمې برخې انسانانو د وژلو دپاره د دې کال، د دې میاشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره تیارې کړای شوې وې.

16 ما د سپرو لښکرو شمېر واورېد چې دوه سوه میلیونه وو.

17 ما په رویا کې اسونه او په هغو باندې سپاره کسان ولیدل. سپرو کسانو د اور په شان سرې، اسماني رنګه او د ګوګړو په شان زیړې زغرې اغوستې وې. د اسونو سرونه یې د زمریو د سرونو په شان وو او د خولې نه یې اور، لوګی او د ګوګړو لمبې راوتلې.

18 د دې درېو بلاګانو یعنې اور، لوګي او ګوګړو په وسیله چې د هغوی د خولې نه راوتل، درېمه برخه انسانان مړه شول.

19 ځکه چې د اسونو قوت د هغوی په خولو او لکۍ ګانو کې ؤ. د هغوی لکۍ ګانې د مارانو په شان وې چې په خپلو سرونو باندې یې خلک ټپي کول.

20 پاتې انسانان چې د دې بلاګانو په وسیله نه وو وژل شوي، د خپلو عملونو نه توبه ونه ویستله او هغوی د پېریانو او بتانو د عبادت څخه لاس وانخیست چې د سرو زرو، سپینو زرو، برنجو، تیږو او لرګیو څخه جوړ شوي وو او نه یې شو کولای وویني، واوري او وګرځي.

21 همدارنګه هغوی د قتل، جادوګرۍ، زناکارۍ او غلا نه توبه ونه ویستله.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy