Online Bible

- Reklamy -

مکاشفه 8_1 - Afghan Pashto Bible


اتم فصل اووم مهر

1 کله چې وري اووم مهر مات کړ، نو د نیم ساعت دپاره په اسمان کې کراره کراري وه.

2 بیا ما اووه فرښتې ولیدلې چې د خدای په مخکې ولاړې وې او هغوی ته اووه سرني ورکړل شول.

3 بیا یوه بله فرښته چې د خوشبویي د سوځولو د سرو زرو لوښی ورسره ؤ، راغله او د قربانۍ د ځای سره ودرېدله. هغې ته ډېره زیاته خوشبویي ورکړل شوه چې د خدای د خلکو په دعا سره یې د سرو زرو د قربانۍ په ځای باندې چې د تخت په مخکې وه، وړاندې کړي.

4 د خوشبویۍ لوګی د خدای د خلکو په دعا سره د فرښتې د لاس نه پورته د خدای حضور ته لاړ.

5 بیا فرښتې هغه د خوشبویۍ لوښی راواخیست او د قربانۍ د ځای د اور نه یې ډک کړ او په ځمکه یې راګوزار کړ. بیا د تندر غږ، غړمبار، برېښنا او زلزله راغله.


د سرنیو اوازونه

6 بیا هغه اووه فرښتې چې اووه سرني ورسره وو، د سرنیو وهلو ته تیارې شولې.

7 کله چې لومړنۍ فرښتې خپل سرنی وواهه، نو اور او ږلۍ د وینې سره په ځمکه راوورېدلې او د ځمکې درېمه برخه او د ونو درېمه برخه یې وسوځوله او ټول شنه واښه وسوځېدل.

8 بیا دوهمې فرښتې خپل سرنی وواهه او لکه د یو لوی غره په شان یو شی چې اور ورباندې بل ؤ، بحر ته وغورځول شو او د بحر درېمه برخه په وینو بدله شوه.

9 په بحر کې درېمه برخه ژوندي مخلوقات مړه شول او د کشتۍ ګانو درېمه برخه په بحر کې له منځه لاړلې.

10 بیا درېمې فرښتې خپل سرنی وواهه نو د اسمان نه یو غټ ستوری چې د څراغ په شان بلېده، د سیندونو او چینو په درېمه برخه باندې راولوېد.

11 د هغه ستوري نوم افسنتین دی چې د تریخ والي معنی لري او د اوبو درېمه برخه ترخې شوې او ډېر خلک د دې ترخو اوبو د څښلو له امله مړه شول.

12 بیا څلورمې فرښتې خپل سرنی وواهه، نو د لمر، سپوږمۍ او ستورو درېمه برخه یې داسې ووهله چې د هغو درېمه برخه تیاره شوه او د ورځې د رڼا او د شپې د رڼا درېمه برخه له منځه لاړه.

13 بیا مې کتل او د یو عقاب اواز مې واورېد چې په اسمان کې الوته او په لوړ اواز یې ویل: «بلا، بلا او بلا د ځمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې اوس به درې نورې فرښتې خپل سرني ووهي.»

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy