مکاشفه 5_1 - Afghan Pashto Bibleپنځم فصل طومار او وری 1 بیا ما د هغه کس په ښي لاس کې چې په تخت باندې ناست ؤ، یو طومار ولیده چې دننه او دباندې دواړو خواوو باندې یې لیکنه شوې وه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلي وو. 2 ما یوه قوي فرښته ولیدله چې په لوړ اواز یې اعلان کاوه: «څوک د دې لایق دی چې طومار خلاص کړي او مهرونه یې مات کړي؟» 3 خو نه په اسمان کې، نه په ځمکه او نه هم د ځمکې لاندې داسې څوک ؤ چې وکولای شي هغه طومار خلاص کړي او یا یې دننه وګوري. 4 ما سخت وژړل، ځکه چې هېڅوک هم د دې لایق نه ؤ چې هغه طومار خلاص کړي او دننه یې وګوري. 5 خو د مشرانو څخه یو یې راته وویل: «نور مه ژاړه، ځکه چې د یهودا د قبیلې هغه زمری چې د داود د نسل څخه دی، بریالی شوی دی چې طومار خلاص کړي او اووه مهرونه یې مات کړي.» 6 بیا ما د تخت ترمنځ او څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په منځ کې ولیدل چې یو وری ولاړ دی او داسې معلومېده چې حلال شوی وي. هغه وري اووه ښکرونه او اووه سترګې لرلې چې هغه د خدای اووه روحونه وو چې ټولې نړۍ ته لېږل شوي دي. 7 هغه وری راغی او په تخت باندې د ناست کس د ښي لاس نه یې هغه طومار واخیست. 8 څنګه چې یې هغه طومار واخیست، نو هغه څلور اسماني موجودات او څلورویشت مشران د وري په مخکې په سجده شول. د هر مشر سره یو چنګ او د خوشبویۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چې د خدای د خلکو دعاګانې دي. 9 هغوی یوه نوې سندره ویله: ته لایق یې د دې چې طومار واخلې او مهرونه یې مات کړې ځکه چې ته یې حلال شوی او په خپله وینه دې د خدای دپاره په بیه واخیستل خلک د هرې قبیلې، هرې ژبې، هر قوم او هر ملت څخه 10 تا کړه جوړه د هغوی څخه شاهي کورنۍ او کاهنان د خدای او پاچاهي به کوي هغوی په ځمکه باندې 11 یوځل بیا مې وکتل او د زرګونو او میلیونونو فرښتو اوازونه مې واورېدل چې د تخت او اسماني مخلوقاتو او مشرانو نه ګردچاپېره ولاړې وې. 12 هغوی په لوړ اواز سره ویل: د دې لایق دی حلال شوی وری چې تر لاسه کړي قدرت، شتمني، حکمت، زور، عزت او جلال او ثنا او صفت یې وشي 13 بیا ما واورېدل چې هغو ټولو مخلوقاتو چې په اسمان، ځمکه، د ځمکې لاندې او په بحر کې دي ویل: هغه چاته چې په تخت باندې دی ناست او وري ته ثنا او صفت، عزت، جلال او قدرت دې وي تل ترتله ورته! 14 او هغو څلورو اسماني مخلوقاتو وویل: «امین!» او مشران په سجده پرېوتل او د خدای او وري عبادت یې وکړ. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society