مکاشفه 4_1 - Afghan Pashto Bibleڅلورم فصل په اسمان کې عبادت 1 له هغې وروسته ما وکتل او په اسمان کې مې یوه پرانیستې دروازه ولیدله. بیا مې یو اواز چې مخکې یې زما سره خبرې کړې وې او د سرني د اواز په شان ؤ، واورېد چې ویې ویل: «پورته راشه، زه به تاته وښایم چې له دې وروسته به څه پېښیږي.» 2 سمدلاسه روح القدس زه تر خپلې اغېزی لاندې راوستلم او په اسمان کې مې یو تخت ولیده او په هغه تخت باندې یو څوک ناست ؤ. 3 هغه څوک چې هلته ناست ؤ، د لعل او سرو عقیقو د تیږو په شان ځلېده او د تخت ګردچاپېره د بوډۍ ټال ؤ چې د زمردو په شان ځلېده. 4 د تخت ګردچاپېره نور څلورویشت تختونه وو او په هغو باندې څلورویشت مشران ناست وو چې سپین کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو تاجونه یې په سر وو. 5 د هغه تخت څخه برېښنا، غرهار او د تندر اوازونه راتلل. د تخت په مخکې اووه سوځېدونکي څراغونه بلېدل. هغه د خدای اووه روحونه دي چې د خدای خدمت کوي. 6 همدارنګه د هغه تخت په مخکې یوه بحیره وه چې د بلور د ښیښې په شان ښکاره کېده. د تخت ګردچاپېره او هرې خواته یې څلور اسماني مخلوقات وو چې مخکې او شاته یې ډېرې سترګې لرلې. 7 لومړنی اسماني مخلوق د زمري په شان ؤ، دوهم یې د غویي په شان، درېم یې د انسان په شان څېره لرله او څلورم یې د عقاب په شان ؤ چې د الوتلو په حال کې وي. 8 دغو څلورو اسماني موجوداتو هر یو شپږ وزرونه لرل او هرې خواته یې ډېرې سترګې لرلې او شپه او ورځ به یې بې له کوم ځنډه ویل: سپېڅلی، سپېڅلی، سپېڅلی دی مطلق قادر څښتن خدای چې هغه ؤ او هغه دی او دی راتلونکی هغه 9 هرکله چې هغه اسماني موجودات هغه چاته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله به ژوندی وي، جلال او عزت ورکوي او شکرګزاري یې کوي، 10 نو هغه څلورویشت مشران هم هغه ته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله ژوندی دی په سجده پرېوځي او عبادت یې کوي. هغوی خپل تاجونه د تخت په مخکې ږدي او وایي: 11 ای زمونږ څښتنه، ای زمونږه خدایه ته لایق یې د جلال او د عزت او قدرت ځکه چې ټول شیان پیدا کړل تا په ارادې د ستا پیدا شول هغه او په وجود کې راغلل |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society