Online Bible

- Reklamy -

مکاشفه 3_1 - Afghan Pashto Bible


درېم فصل د ساردیس کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

1 د ساردیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه: «دا د هغه چا خبرې دي چې د خدای اووه روحونه او اووه ستوري ورسره دي چې د خدای خدمت کوي. زه ستاسو د کلیسا د ټولو کارونو څخه خبر یم، تاسو تش په نامه ژوندي یئ، خو تاسو مړه یئ.

2 بېداره شئ او هغه څه چې په تاسو کې پاتې دي او د مړه کېدلو په حال کې دي هغه قوي کړئ، ځکه چې ما ستاسو یو کار هم ونه لیده چې د خدای په نظر کې کامل وي.

3 تاسو چې کوم څه زده کړي او اورېدلي دي، هغه په یاد ولرئ، عمل پرې وکړئ او توبه وباسئ. که تاسو بېدار نه شئ، نو زه به لکه د غله په شان ناڅاپه درشم او تاسو به خبر نه شئ چې زه څه وخت راغلم.

4 خو بیاهم ستاسو سره په ساردیس کې ځینې خلک شته چې خپل کالي یې په بدیو چټل کړي نه دي. هغوی به په سپینو کالیو کې زما سره ګرځي، ځکه چې د دې لایق دي.

5 هرڅوک چې بریالی شي، نو همداسې سپین کالي به ورته واغوستل شي او زه به هېڅکله د هغه نوم د ژوندون د کتاب نه لېرې نه کړم، بلکې زه به د خپل پلار او د هغه د فرښتو په حضور کې اقرار وکړم چې هغه زما دی.

6 څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي!»


د فیلادلفیا کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

7 د فیلادلفیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه: «دا د هغه چا خبرې دي چې هغه سپېڅلی او رښتینی دی او دا هغه څوک دی چې د داود د پاچاهۍ کیلي ورسره ده، هغه چې کومه دروازه خلاصه کړي، نو هېڅوک نه شي کولای چې هغه بنده کړي او کومه دروازه چې بنده کړي، نو هېڅوک یې نه شي خلاصولی.

8 ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ګوره، ما ستاسو په مخ یوه دروازه خلاصه کړې ده چې هېڅوک یې بندولی نه شي. زه پوهېږم چې تاسو کمزوري یئ، خو تاسو زما په کلام باندې عمل کړی دی او زما د نوم نه منکر شوي نه یئ.

9 ګورئ، زه به هغه کسان چې د شیطان د کنیسې څخه دي او ځانونه یهودیان بولي، خو هغوی یهودیان نه دي او دروغ وایي، راولم او ستاسو پښو ته به پرېوځي او هغوی به پوه شي چې تاسو راباندې ګران یئ.

10 په دې خاطر چې تاسو په صبر او زغم سره زما په کلام باندې عمل کړی دی، نو زه به هم تاسو د ازمېښت د هغه ساعت نه وساتم چې د نړۍ په ټولو خلکو باندې به راځي.

11 زه زر راځم. نو څه چې درسره دي هغه ټینګ وساتئ، ترڅو هېڅوک ونه شي کولای ستاسو تاج واخلي.

12 څوک چې بریالی شي، نو زه به د هغه نه د خپل خدای د کور ستنه جوړه کړم او هغه به هېڅکله د هغه ځای څخه دباندې ونه وځي. زه به په هغه باندې د خپل خدای نوم ولیکم او د خپل خدای د ښار یعنې نوي اورشلیم نوم چې د اسمان نه د خدای له خوا راښکته کیږي، ولیکم او همدارنګه خپل نوی نوم به په هغه باندې ولیکم.

13 څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي!»


د لایودیکیې کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

14 د لایودیکیې د کلیسا فرښتې ته ولیکه: «دا د هغه چا خبرې دي چې امین دی، هغه وفادار او رښتینی شاهد دی او د خدای د پیدایښت پیل دی.

15 ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. زه پوهېږم چې تاسو نه ساړه یئ او نه تاوده، بلکې نیمګړي یئ. کاشکې چې تاسو تاوده یا ساړه وای،

16 خو دا چې تاسو نه تاوده یئ او نه ساړه، بلکې نیمګړي یئ. نو زه به تاسو د خپلې خولې نه دباندې وغورځوم.

17 ځکه تاسو وایئ: ‹مونږ شتمن یو، مونږ هرڅه لرو او هېڅ شي ته اړتیا نه لرو،› خو تاسو نه پوهېږئ چې تاسو بدبخته، بېچاره، غریب، ړانده او لوڅ یئ.

18 زه تا ته مشوره درکوم چې زما څخه داسې سره زر واخله چې په اور کې پاک شوي دي چې شتمن شې، سپین کالي راڅخه واخله چې ته یې واغوندې چې د لوڅوالي شرم دې پټ شي او د سترګو ملهم راڅخه واخله چې په لګولو سره یې ستا سترګې بینا شي.

19 زه هغه څوک رټم او اصلاح کوم چې په ما ګران وي، نو غیرتمند اوسئ او توبه وباسئ.

20 ګورئ، زه په دروازه کې ولاړ یم او هغه ټکوم. که څوک زما اواز اوري او دروازه خلاصه کړي، نو زه به ورننوځم. زه به د هغه سره او هغه به زما سره ډوډۍ وخوري.

21 څوک چې بریالی شي، نو زه به ورته دا حق ورکړم چې زما سره زما په تخت باندې کښېني، لکه څنګه چې زه بریالی شوم او د خپل پلار سره په تخت باندې کښېناستم.

22 څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي!»

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy