مکاشفه 16_1 - Afghan Pashto Bibleشپاړسم فصل د خدای د قهر جامونه 1 بیا ما د خدای د کور نه یو لوړ اواز واورېد چې هغو اوو فرښتو ته یې ویل: «لاړې شئ او د خدای د قهر او غضب اووه جامونه په ځمکه باندې توی کړئ.» 2 نو لومړۍ فرښته لاړه او خپل جام یې په ځمکه باندې توی کړ او د هغو خلکو په بدنونو باندې چې د ځناور نښې یې درلودلې او د هغه مجسمې ته یې عبادت کاوه، خطرناکه او دردناکه زخمونه راښکاره شول. 3 دوهمې فرښتې خپل جام په بحر کې توی کړ او د بحر اوبه د مړي د وینې په شان شوې او د بحر ټول ژوندي موجودات مړه شول. 4 درېمې فرښتې خپل جام په سیندونو او په چینو کې توی کړ او د هغو اوبه په وینو باندې بدلې شوې. 5 بیا ما واورېدل چې هغې فرښتې چې په اوبو باندې یې واک او اختیار درلود، وویل: ای سپېڅلی خدایه! چې ته یې او وې ته یې عادل ځکه تا کړي دا قضاوتونه 6 ځکه تویې کړې هغوی وینې ستا د سپېڅلو خلکو او پیغمبرانو څښلو دپاره دې هغوی ته ورکړې وینې ځکه لایق وو هغوی د دې 7 ما د قربانۍ د ځای نه یو اواز واورېد چې ویل یې: ای څښتنه، مطلق قادره خدایه عادلانه او رښتیني دي ستا قضاوتونه 8 څلورمې فرښتې خپل جام په لمر باندې توی کړ او لمر ته اجازه ورکړل شوه چې په خپل اور باندې خلک وسوځوي. 9 هغوی د هغې سختې ګرمۍ له امله وسوځېدل او د خدای نوم ته یې چې په دې بلاګانو باندې یې واک او اختیار درلود، کفر وویل. هغوی د خپلو ګناهونو څخه توبه ونه ویستله او د خدای ثنا یې ونه ویله. 10 پنځمې فرښتې خپل جام د هغه ځناور په تخت باندې توی کړ او د هغه پاچاهي په تیاره کې ډوبه شوه. خلکو د درد له امله خپل غاښونه چیچل 11 او د اسمان خدای ته به یې د خپلو دردونو او زخمونو له امله کفر ویل، خو د خپلو بدو کارونو څخه یې توبه نه ویستله. 12 شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوی سیند کې توی کړ او د سیند اوبه وچې شوې، ترڅو د ختیځ د پاچاهانو د راتللو دپاره لاره تیاره شي. 13 بیا ما ولیدل چې د ښامار د خولې نه، د هغه ځناور د خولې نه او د هغه جعلي پیغمبر د خولې نه د چونګښو په شان درې پېریان راووتل. 14 دا شیطاني روحونه دي چې معجزې ښایي. هغوی د ټولې نړۍ پاچاهانو ته ورځي چې هغوی سره راټول کړي چې د لوی قضاوت په ورځ د مطلق قادر خدای په وړاندې وجنګیږي. 15 څښتن وایي: «ګورئ، زه به لکه د غله په شان درشم. بختور دی هغه څوک چې بېداره وي، خپل کالي یې اغوستي وي، ترڅو هغه د خلکو په مخکې لوڅ ونه ګرځي او ونه شرمیږي!» 16 نو هغو پېریانو پاچاهان په هغه ځای کې سره راټول کړل چې په عبرانۍ کې ورته «ارمګدون» وایي. 17 بیا اوومې فرښتې خپل جام په هوا کې توی کړ او د خدای په کور کې د تخت نه یو لوړ اواز راغی چې ویل یې: «هرڅه پای ته ورسېدل!» 18 وروسته بیا برېښنا وپړکېدله او د تندرغږ او غړمبار شو او یوه داسې سخته زلزله وشوه چې د انسان د پیدایښت راهیسې کله نه وه شوې. 19 هغه لوی ښار درې ټوټې شو او د نړۍ ټول ښارونه وران شول. خدای ته لوی بابل ور په یاد شو او هغه یې مجبور کړ چې هغه پیاله وڅښي چې د هغه د ډېر قهر او غضب د شرابو نه ډکه وه. 20 ټولې جزیرې له نظره پناه او ورکې شوې او غرونه له منځه لاړل. 21 د اسمان نه د انسانانو په سرونو باندې ډېره غټه ږلۍ چې پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن یې درلود، راوورېدله او خلکو د دې ږلۍ له امله خدای ته کفر ویل، ځکه چې دا ډېر سخت افت ؤ. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society