Online Bible

- Reklamy -

مکاشفه 15_1 - Afghan Pashto Bible


پنځلسم فصل فرښتې او وروستنۍ بلاګانې

1 بیا ما په اسمان کې یوه بله لویه او حیرانوونکې نښه ولیدله. هلته اووه فرښتې وې چې اووه بلاګانې ورسره وې. دا وروستنۍ بلاګانې وې، ځکه چې په دې سره د خدای قهر او غضب پای ته رسیږي.

2 ما د ښیښې په شان بحر ولیده چې اور ورسره یوځای ؤ. هلته مې هغه خلک ولیدل چې په ځناور او د هغه په مجسمې او د هغه د نوم په شمېرې باندې بریالي شوي وو. هغوی د ښیښې د بحر تر څنګ ولاړ وو او په لاسونو کې یې هغه چنګونه وو چې خدای ورته ورکړي وو.

3 هغوی د خدای د خدمتګار موسی سندره او د وري سندره ویله: ای څښتنه، ای مطلق قادره خدایه! څومره لوی او عجیبه دي ستا کارونه عادلانه دي او رښتینې د ستا لارې ای د قومونو پاچا!

4 څوک دی چې ونه وېریږي ستا نه، ای څښتنه او ستا د نوم ثنا او صفت ونه کړي؟ ځکه یوازې ته یې چې سپېڅلی یې رابه شي ټول قومونه او ستا عبادت به وکړي ځکه لیدلي ټولو ستا عادلانه کارونه

5 له دې نه وروسته مې ولیدل چې د خدای کور یعنې سپېڅلې خېمه په اسمان کې پرانیستل شوه،

6 او د هغې نه اووه فرښتې د اوو بلاګانو سره راووتلې چې پاک او ځلېدونکي د کتان کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو پټۍ یې د خپلو سینو نه تاوې کړې وې.

7 بیا د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه یو یې هغو اوو فرښتو ته د سرو زرو اووه جامونه ورکړل چې هغه د خدای د قهر او غضب څخه ډک وو، یعنې هغه خدای چې تل ترتله به ژوندی وي.

8 بیا د خدای کور د خدای د جلال او قدرت د لوګي څخه ډک شو او تر هغې پورې هېڅوک ورننوتلی نه شو، ترڅو چې د هغو اوو فرښتو اووه بلاګانې پای ته نه وې رسېدلې.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy