Online Bible

- Reklamy -

مکاشفه 14_1 - Afghan Pashto Bible


څوارلسم فصل وری او د هغه پیروان

1 بیا ما وکتل او ومې لیدل چې د صهیون په غره باندې وری ولاړ ؤ او یو لک او څلورڅلوېښت زره کسان ورسره وو چې په تندیو باندې یې د هغه نوم او د هغه د پلار نوم لیکل شوی ؤ.

2 ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې د تېزو اوبو د غرهار او د تندر د لوړ اواز په شان ؤ. کوم اواز چې ما واورېد هغه داسې ؤ لکه چنګ غږوونکي چې خپل چنګونه غږوي.

3 هغوی د تخت او د څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په مخکې یوه نوې سندره وویله. هېچا دا سندره زده کولای نه شوه، بې له هغو یو لک او څلورڅلوېښت زره کسانو څخه چې د ټولې نړۍ څخه بېرته په بیه اخیستل شوي وو.

4 دا هغه کسان دي چې ځانونه یې د جنسي اړیکو نه لېرې ساتلي دي. هر چېرته چې وری ځي، نو هغوی ورپسې روان وي. هغوی د خدای او وري دپاره د انسانانو له منځ نه د لومړني حاصل په توګه په بیه اخیستل شوي دي.

5 هغوی هېڅ دروغ نه وایي او بې عیبه دي.


د درېو فرښتو پیغامونه

6 بیا ما بله فرښته ولیدله چې په اسمان کې الوتله، هغې د ځمکې په مخ اوسېدونکو، هر ملت، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر قوم ته تلپاتې زېری ورکاوه.

7 هغې په لوړ اواز نارې وهلې: «د خدای څخه ووېرېږئ او هغه ته جلال ورکړئ، ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې هغه به قضاوت کوي. د هغه عبادت وکړئ چې اسمان، ځمکه، بحر او د اوبو چینې یې پیدا کړي دي.»

8 د هغې نه وروسته دوهمه فرښته راغله او نارې یې ووهلې: «راولوېد، هغه لوی بابل راولوېد، ځکه چې ټول قومونه د هغې د زناکارۍ د شهوت د نشې تر اغیزې لاندې وو.»

9 بیا د هغوی پسې درېمه فرښته راغله او په لوړ اواز یې نارې ووهلې: «څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او مني چې د هغه نښه په خپل تندي یا لاس باندې ولري،

10 هغه به د خدای د قهر او غضب شراب وڅښي، هغه ټینګ شراب چې هغه د خپل قهر په پیاله کې اچولي دي. هغوی به د سپېڅلو فرښتو او وري په حضور کې په اور او د ګوګړو په لمبو کې عذاب وویني.

11 د هغوی د عذاب لوګی به د تل دپاره راپورته کیږي او هر هغه څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او یا د هغه د نوم نښه ورباندې لګېدلې وي، نو هغوی به نه د شپې او نه د ورځې ارام ولري.»

12 دا په دې معنی ده چې د خدای د خلکو دپاره صبر او زغم په کار دی چې د هغه حکمونه ومني او عیسی ته وفادار پاتې شي.

13 بیا ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې ویل یې:«دا ولیکه، بختور دي هغه خلک چې له همدا اوس نه په څښتن باندې په ایمان کې مړه کیږي!» روح القدس وایي: «هو، هغوی به د خپلو زحمتونو نه په ارام وي، ځکه چې د هغوی نېک عملونه به ورسره وي.»


د ځمکې د حاصل لو کول

14 بیا ما وکتل او ومې لیدل چې یوه سپینه ورېځ راښکاره شوه او په هغې باندې یو څوک ناست ؤ چې د انسان په شان ؤ. د هغه په سر باندې د سرو زرو تاج ؤ او په لاس کې یې تېره لور ؤ.

15 بیا یوه بله فرښته د خدای د کور نه راووتله او هغه کس ته یې چې په ورېځې باندې ناست ؤ، په لوړ اواز غږ وکړ: «خپل لور دې راواخله او ورېبه، ځکه چې د لو وخت رارسېدلی دی او د ځمکې فصل پوخ او تیار دی.»

16 نو هغه کس چې په ورېځې باندې ناست ؤ خپل لور یې ځمکې ته واچاوه او فصل ورېبل شو.

17 بیا یوه بله فرښته د خدای له کور نه چې په اسمان کې ؤ، راووتله او د هغې په لاس کې هم یو تېره لور ؤ.

18 بیا یوه بله فرښته د قربانۍ د ځای نه راووتله، هغه د قربانۍ د ځای د اور مسوولیت درلود او هغې فرښتې ته یې چې تېره لور ورسره ؤ، په لوړ اواز نارې کړې او ویې ویل: «د خپل لور نه کار واخله او د نړۍ د تاکونو نه د انګورو وږي راټول کړه، ځکه چې انګور یې پاخه دي.»

19 نو هغې فرښتې خپل لور ورواچاوه او د دې نړۍ د تاکونو انګور یې راټول کړل او هغه یې د خدای د قهر او غضب د شربت ویستلو په لوی خم کې واچول.

20 انګور یې د اورشلیم د ښار نه دباندې د شربت ویستلو په خم کې تر پښو لاندې وزبېښل او د خم نه د وینو سېلاب جاري شو او دا وینې لکه د اس د قیضو په اندازه لوړې وې او د درې سوه کیلومترو په اندازه لېرې لاړلې.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy