مکاشفه 10_1 - Afghan Pashto Bibleلسم فصل فرښته او کوچنی طومار 1 بیا ما یوه بله قوي فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله، هغه په ورېځو باندې پوښل شوې وه او په سر باندې یې د بوډۍ ټال ؤ. څېره یې د لمر په شان ځلېدله او پښې یې د اور د پایو په شان وې. 2 د هغې په لاس کې یو کوچنی طومار ؤ چې پرانیستل شوی ؤ. هغې خپله ښي پښه په بحر کې او چپه پښه په ځمکه کېښودله. 3 هغې د زمري د غړمبار په شان په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغې چیغې کړې نو اووه تندرونه وغرېدل. 4 کله چې هغه اووه تندرونه وغرېدل، نو ما غوښتل چې یو څه ولیکم، خو د اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «څه چې هغو اووه تندرونو ویلي دي هغه پټ وساته او هغه مه لیکه.» 5 بیا ما هغه فرښته چې په بحر او وچه ځمکه باندې ولاړه وه ولیدله، هغې خپل ښي لاس اسمان ته پورته کړ 6 او د هغه چا په نوم یې قسم وخوړ چې تل ترتله ژوندی دی او اسمان، ځمکه، بحر او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. هغې وویل: «نور به ځنډ رامنځته نه شي! 7 خو په هغه وخت کې کله چې اوومه فرښته خپل سرنی ووهي، نو د خدای پټ راز به پوره شي، لکه څنګه چې هغه خپلو خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو ته ویلي وو.» 8 بیا ما یوځل بیا هغه اواز واورېد چې د اسمان نه یې زما سره خبرې کولې او ویل یې: «لاړ شه او د هماغې فرښتې د لاس نه چې په بحر او وچه باندې ولاړه ده، هغه پرانیستل شوی طومار واخله.» 9 نو زه هغې فرښتې ته ورغلم او ورته مې وویل: «هغه کوچنی طومار ماته راکړه.» هغې وویل: «واخله او ویې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړي، خو خوله به دې لکه د شاتو په شان خوږه وي.» 10 نو ما هغه کوچنی طومار د فرښتې د لاس نه واخیست او ومې خوړ، هغه زما په خوله کې د شاتو په شان خوږ ولګېده، خو کله چې مې تېر کړ نو زما خېټه یې ترخه کړه. 11 بیا راته وویل شول: «ته باید یوځل بیا د خدای پیغام ډېرو خلکو، قومونو، ژبو او پاچاهانو ته ورسوې.» |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society