يعقوب 5_1 - Afghan Pashto Bibleپنځم فصل شتمنو خلکو ته خبرداری 1 واورئ ای شتمنو خلکو! د هغو مصیبتونو په خاطر چې په تاسو باندې راتلونکي دي، ژړا او انګولا وکړئ. 2 ستاسو شتمني تباه شوې ده او کالي مو چینجو خوړلي دي. 3 ستاسو سره زر او سپین زر زنګ وهلي او د هغوی زنګ به په تاسو شاهدي ورکوي او د اور په شان به ستاسو بدن وسوځوي. خو بیاهم تاسو د دې نړۍ په اخرو ورځو کې مال او دولت ذخیره کوئ. 4 ګورئ، کومو خلکو چې ستاسو په پټیو کې لو کړی دی او تاسو د هغوی مزدوري نه ده ورکړې، چیغې وهي او د لوګرو فریادونه د مطلق قادر څښتن غوږونو ته رسېدلي دي. 5 تاسو په نړۍ کې په عیش او عشرت ژوند تېروئ او مزې کوئ، خو اوس تاسو د هغو حیواناتو په شان یئ چې ځانونه مو د حلالولو د ورځې دپاره چاغ کړي دي. 6 تاسو بې ګناه خلک مجرمان کړل او ومو وژل او هغوی ستاسو په وړاندې ونه درېدل. په سختیو کې صبر کول 7 نو ای خویندو او ورونو! د څښتن تر راتګ پورې صبر وکړئ. ګورئ، یو بزګر څنګه د خپلې ځمکې څخه د ارزښتناکه حاصل د راټولولو په خاطر صبر کوي او د مني او پسرلي بارانونو ته انتظار وباسي. 8 نو تاسو هم باید صبر وکړئ او خپل زړونه قوي کړئ، ځکه چې د څښتن راتګ نژدې دی. 9 ای خویندو او ورونو! د یو بل څخه شکایت مه کوئ، ترڅو خدای تاسو تر خپل قضاوت لاندې ونه نیسي، ځکه چې قاضي په دروازه کې ولاړ دی. 10 ای خویندو او ورونو! کومو پیغمبرانو چې د څښتن په نوم خبرې کړې دي د هغوی صبر او کړاوونه د خپلو ځانونو دپاره مثال وګرځوئ. 11 مونږ صبر کوونکي خلک بختور ګڼو. تاسو د ایوب د صبر په هکله اورېدلي دي او خبر یئ چې څښتن په پای کې د هغه سره څنګه مرسته وکړه، ځکه چې خدای ډېر زړه سواندی او مهربانه دی. 12 ای زما خویندو او ورونو! په پای کې دا مهمه ده چې قسم ونه خورئ، نه په اسمان، نه په ځمکه او نه په کوم بل شي، بلکې ستاسو «هو» باید «هو» وي او «نه» مو «نه» وي، هسې نه چې د خدای د قضاوت لاندې راشئ. زوروره او اثرناکه دعا 13 که ستاسو څخه کوم څوک د کړاوونو سره مخامخ وي، نو دعا دې وکړي او که څوک خوشحاله وي، نو هغه دې د ستاینې سندرې ووایي. 14 که په تاسو کې څوک ناروغه وي، نو د کلیسا مشران دې راوغواړي چې د هغه دپاره دعا وکړي او د هغه بدن دې د څښتن په نوم په تېلو باندې غوړ کړي. 15 کومه دعا چې په ایمان سره وشي، نو ناروغ به جوړ شي. څښتن به بېرته هغه روغ کړي او که ګناه یې کړې وي، نو هغه به ورته وبخښل شي. 16 نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي. 17 الیاس نبي زمونږ په شان یو انسان ؤ، خو کله یې چې د زړه له کومي دعا وکړه چې باران دې ونه وریږي، نو تر درې نیمو کلونو پورې په ځمکه باندې باران ونه شو. 18 هغه یوځل بیا دعا وکړه او د اسمان څخه باران وشو او په ځمکه کې فصل پیدا شو. 19 ای زما خویندو او ورونو! که په تاسو کې څوک د رښتینې لارې څخه واوړي او بل څوک هغه بېرته راوګرځوي، 20 نو هغه دې په دې پوه شي چې هرڅوک چې یو ګناهکار د خپلې غلطې لارې څخه راوګرځوي، نو هغه د مرګ څخه ژغوري او د هغه ګناهکار ډېر ګناهونه به وبخښل شي. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society