يعقوب 3_1 - Afghan Pashto Bibleدرېم فصل خپله ژبه په خپل واک کې ساتل 1 ای زما خویندو او ورونو! باید هڅه ونه کړئ چې تاسو ټول دې استاذان شئ، ځکه په دې پوهېږئ چې مونږ استاذانو سره به تر نورو زیات حساب کیږي، 2 ځکه چې مونږ ټول ډېرې تېروتنې کوو او څوک چې په خبرو کې تېروتنه نه کوي هغه کامل انسان دی او هغه کولای شي چې خپل ټول بدن په خپل واک کې وساتي. 3 مونږ د اس په خوله کې قیضه اچوو، ترڅو زمونږ تابع شي او هرې خواته چې وغواړو هغه بوځو. 4 همدارنګه کشتۍ ګانو ته وګورئ، سره له دې چې ډېرې غټې وي او په قوي بادونو باندې چلیږي، خو د یو وړوکي راشپېل په وسیله رهنمایي کیږي او هرې خواته چې کشتۍ چلوونکی وغواړي هماغې خواته یې بېولی شي. 5 ژبه هم همداسې ده، که څه هم هغه د بدن یو وړوکی غړی دی، خو د غټوغټو شیانو په هکله لافې وهي. ګورئ څومره لوی ځنګل د اور په یو ورکوټي بڅرکي سره اور اخلي. 6 همدارنګه ژبه هم د اور په شان ده. هغه د بدیو څخه ډکه یوه نړۍ ده چې زمونږ په ټول بدن کې ځای نیسي او زمونږ ټول بدن فاسدوي. هغه زمونږ ټول ژوندون په اور سوځوي او دا په خپله د دوزخ په اور کې سوځیږي. 7 نو انسان کولای شي چې هر ډول وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او بحري حیوانات اهلي کړي او اهلي کړي یې دي، 8 خو هېڅوک نه شي کولای خپله ژبه په خپل واک کې وساتي. ژبه بده او نه کنترولوونکې ده او د وژونکو زهرو څخه ډکه ده. 9 په همدې ژبه مونږ هم د څښتن یعنې اسماني پلار ثنا او صفت کوو او هم په انسان باندې چې د خدای په شکل پیدا شوی دی، بد وایو. 10 د همدې یوې خولې څخه هم د ستاینې خبرې راوځي او هم بدې خبرې. ای خویندو او ورونو! داسې باید نه وي. 11 ایا دا کېدای شي چې د یوې چینې د خولې څخه هم خوږې او هم تروې اوبه راوځي؟ 12 ای زما خویندو او ورونو! ایا د انځر ونه کولای شي چې زیتون او یا د انګورو تاک انځر ونیسي؟ په همدې ډول د تروو اوبو د چینې څخه خوږې اوبه نه شي راوتلی. اسماني او دنیاوي حکمت 13 په تاسو کې څوک هوښیار او پوه شته؟ که چېرې وي، نو هغه دې دا په نېک ژوند تېرولو او په نېکو کارونو ثابته کړي یعنې داسې عاجزي چې د حکمت نه پیدا کیږي. 14 که چېرې ستاسو په زړونو کې سخته کینه او ځان خوښونه وي، نو باید لافې ونه وهئ چې هوښیاران یئ. که داسې وکړئ، نو حقیقت په دروغو بدلوئ. 15 دا هغه حکمت نه دی چې د اسمان نه راځي بلکې دا دنیاوي، نفساني او شیطاني حکمت دی. 16 ځکه چې هر چېرته چې کینه او ځان خوښونه وي، نو هلته ګډوډي او هر ډول بد کارونه کیږي. 17 خو کوم حکمت چې د اسمان نه راځي هغه لومړی سوچه وي، بیا سوله خوښوونکی، نرم، معقول، رحم کوونکی، له ښو ثمرو څخه ډک، بېطرفه او بې ریا وي. 18 او د نېکۍ او عدالت حاصل د هغه تخم څخه پیدا کیږي چې د سوله خوښوونکو له خوا په سوله کې کرل کیږي. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society