Online Bible

- Reklamy -

عبرانيان 8_1 - Afghan Pashto Bible


اتم فصل عیسی زمونږ لوی کاهن

1 اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.

2 هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس.

3 څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي.

4 که چېرې عیسی لا تر اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي.

5 هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړې چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.»

6 خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه خدمت وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی او له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی.

7 که چېرې په لومړني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای.

8 خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه، نو داسې یې وویل: څښتن وایي: «هغه ورځ به رارسیږي کله چې د اسراییلو او یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم.

9 خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ. په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل، ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول.» څښتن وایي: «نو بیا ما خپل مخ له هغوی هم واړاوه.»

10 او همدارنګه څښتن وایي: «دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکې کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم. زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.

11 نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ‹څښتن وپېژنه،› ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني.

12 نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښم او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم.»

13 کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy