Online Bible

- Reklamy -

عبرانيان 5_1 - Afghan Pashto Bible


پنځم فصل

1 هر لوی کاهن د خلکو له منځ نه د دې دپاره ټاکل کیږي چې د خدای په حضور کې د خلکو استازیتوب وکړي او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي.

2 هغه کولای شي چې د ناپوهو او بې لارې خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي، ځکه چې هغه په خپله د کمزورتیاوو سره مخ دی.

3 له همدې امله هغه مجبور دی چې یوازې د خلکو د ګناهونو دپاره نه بلکې د خپل ځان د ګناهونو دپاره هم قرباني وړاندې کړي.

4 هېڅوک نه شي کولای چې د خپل ځان دپاره دا عزت حاصل کړي چې کاهن شي، بلکې هغه باید د خدای له خوا وغوښتل شي لکه څنګه چې هارون وغوښتل شو.

5 په همدې ډول مسیح هم د لوی کاهن عزت په خپله حاصل نه کړ، بلکې هغه د خدای له خوا وټاکل شو چې ورته ویې ویل: ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم

6 همدارنګه هغه په بل ځای کې وایي: ته به کاهن یې تر ابده د ملک صدق په شان

7 کله چې عیسی د ځمکې په مخ ژوند کاوه، نو په ډېرو چیغو او اوښکو تویولو سره خدای ته چې په دې قادر ؤ هغه د مرګ نه وژغوري، دعاګانې او زارۍ وکړې او دعاګانې یې قبولې شوې، ځکه چې هغه په پوره توګه خپل ځان خدای ته سپارلی ؤ.

8 که څه هم هغه د خدای زوی ؤ، خو د دردونو او کړاوونو په زغملو سره یې اطاعت کول زده کړل.

9 کله چې هغه کامل کړای شو، نو د هغو ټولو خلکو دپاره د ابدي خلاصون سرچینه شوه چې د ده اطاعت کوي

10 او هغه د خدای له خوا د ملک صدق په شان لوی کاهن وټاکل شو.


د ایماندارانو روحاني پوخوالی

11 په دې هکله زمونږ سره د ویلو دپاره ډېرې خبرې شته، خو ډېره سخته ده چې تاسو ته بیان شي، ځکه چې تاسو په هغو باندې د پوهېدلو کوښښ نه کوئ.

12 دا وخت باید تاسو استاذان وئ، خو اوس هم یو کس ته اړتیا لرئ چې تاسو ته د خدای د کلام بنیادي اصول درزده کړي. تاسو د ماشومانو په شان شیدو ته اړتیا لرئ، نه قوي خوړو ته.

13 ځکه چې هرڅوک چې یوازې شیدې خوري، هغه لا ماشوم دی او په ښو او بدو نه پوهیږي.

14 خو قوي خواړه د بالغو او پخو خلکو دپاره دي چې د روزنې او تمرین له لارې کولای شي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړي.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy