ګلتيان 6_1 - Afghan Pashto Bibleشپږم فصل د یو بل بار اوچتوئ 1 ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ. 2 یو د بل سره د بار په وړلو کې مرسته کوئ، نو په دې ډول به تاسو د مسیح شریعت پوره کړئ. 3 که چېرې څوک خپل ځان لوی ګڼي او په حقیقت کې هغه هېڅ هم نه وي، نو هغه خپل ځان غولوي. 4 هرڅوک دې خپل عمل په خپله وازمایي. که چېرې ښه وي نو بیا کولای شي په خپل ځان ویاړ وکړي، خو خپل ځان د نورو سره مه پرتله کوئ. 5 ځکه چې هرڅوک باید خپل کار په خپله سرته ورسوي. 6 څوک چې د خدای کلام زده کوي، نو په خپلو ټولو ښو شیانو کې دې خپل ښوونکی شریکوي. 7 ونه غولېږئ، هېڅوک نه شي کولای چې په خدای باندې ملنډې ووهي، ځکه څوک چې څه کري هغه به رېبي. 8 خو څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو په کرونده کې کوم څه وکري، نو د هغه څخه به د مرګ حاصل راټول کړي او څوک چې د روح القدس د خوشحالولو دپاره کوم څه وکري، نو د هغه روح القدس څخه به د تلپاتې ژوندون حاصل راټول کړي. 9 نو مونږ باید په ښه کار کولو ستړي نه شو او د دې کارونو څخه لاس وانخلو، نو په سم وخت به خپل حاصل راټول کړو. 10 نو ترڅو پورې چې زمونږ سره موقعه وي، باید د هرچا سره نېکي وکړو او په ځانګړې توګه د هغوی سره چې د ایماندارانو په یوه کورنۍ کې زمونږ سره شریک دي. وروستنۍ خبرې 11 ګورئ، زه تاسو ته په خپل لاس په څومره غټو ټکو سره لیکم. 12 کوم خلک چې تاسو په سنتولو مجبوروي، دا هغه خلک دي چې د نورو په مخکې خپل ځانونه داسې ښایي چې دوی ښه خلک دي. دوی نه غواړي چې د مسیح د صلیب په خاطر وځورول شي. 13 ځکه حتی هغه خلک چې سنت شوي دي، هغوی په خپله په شریعت باندې عمل نه کوي، خو هغوی ستاسو سنتېدل د دې دپاره غواړي چې ستاسو په دې کار هغوی ویاړ وکړي. 14 خو خدای دې نه کړي چې زه دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د صلیب څخه پرته په کوم بل شي باندې ویاړ وکړم. ځکه چې د هغه د صلیب په وسیله نړۍ زما دپاره مړه شوه او زه د نړۍ دپاره. 15 نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده، بلکې نوی پیدایښت مهم دی. 16 سلامتي او رحم دې وي په هغه چا چې د دې قانون سره سم ژوند تېروي او هم د خدای په ټولو حقیقي اسراییلو باندې. 17 له دې نه وروسته دې هېڅوک ما نه په تکلیفوي، ځکه زما په بدن چې کوم داغونه دي د هغې نه معلومیږي چې زه د عیسی یم. 18 ای خویندو او ورونو! په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. امین. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society