افسیسیان 5_1 - Afghan Pashto Bibleپنځم فصل په رڼا کې ژوند 1 لکه د خدای د ګرانو اولادونو په شان د هغه نه پیروي وکړئ. 2 په مینې سره ژوند وکړئ، لکه څنګه چې مسیح زمونږ سره وکړه او خپل ځان یې زمونږ دپاره د خوشبویه نذرانې او قربانۍ په توګه خدای ته وړاندې کړ. 3 خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي. 4 په تاسو کې دې چټلې، کم عقلې خبرې او یا بې ادبه ټوکې هم نه وي، ځکه چې دا ټولې بېځایه خبرې دي، بلکې د هغو په ځای د خدای شکر ادا کړئ. 5 ډاډه اوسئ چې هېڅ ډول جنسي بد اخلاق، ناپاک یا حریص انسان ته (ځکه چې حرص یو ډول بت پرستي ده) د مسیح او خدای په پاچاهۍ کې میراث نشته. 6 مه پرېږدئ چې څوک مو په پوچو او بې معنی خبرو وغولوي، ځکه چې د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي. 7 نو د داسې خلکو سره په کارونو کې مه شریک کېږئ. 8 که څه هم تاسو یو وخت په تیاره کې وئ، خو اوس په څښتن کې په رڼا کې یئ. نو د رڼا د اولادونو په شان ژوند کوئ. 9 ځکه چې د رڼا مېوه نېکي، عدالت او حقیقت دی. 10 کوښښ وکړئ، ترڅو دا معلومه کړئ چې څښتن په څه شي خوشحالیږي. 11 د تیارې په بې ګټې کارونو کې برخه مه اخلئ، بلکې هغه رسوا کړئ. 12 حتی د هغو کارونو په هکله خبرې کول چې هغوی یې په پټه کوي، هم د شرم خبره ده. 13 خو په کوم شي باندې چې رڼا وځلیږي، نو هغه به ښکاره شي، 14 ځکه چې رڼا هرڅه ښکاره کوي. نو له همدې امله ویل شوي دي: ای ویده، راویښ شه او د مړو نه راپاڅېږه نو د مسیح رڼا به په تا باندې وځلیږي. 15 نو پام کوئ چې څه ډول ژوند کوئ. د کم عقلو په شان ژوند مه کوئ، بلکې د هوښیارانو په شان ژوند کوئ. 16 د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ، ځکه چې زمانه خرابه ده. 17 نو کم عقل کېږئ مه، بلکې په دې ځان پوه کړئ چې د څښتن رضا څه ده. 18 په شرابو ځانونه مه مستوئ، ځکه چې ستاسو ژوند تباه کوي، بلکې د روح القدس نه ډک شئ. 19 د یو بل سره زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې وایئ او د زړه له کومي څښتن ته سندرې او خوږې نغمې وایئ. 20 د هرڅه دپاره تل پلار خدای ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم شکر وباسئ. د ښځو او مېړونو ترمنځ اړیکې 21 همدارنګه مسیح ته د درناوي په خاطر د یو بل تابعداري کوئ. 22 ای ښځو، د خپلو مېړونو داسې تابعدارې اوسئ لکه څنګه چې د څښتن عیسی مسیح تابعداري کوئ. 23 ځکه چې هر مېړه د خپلې ښځې سر دی لکه څنګه چې مسیح د کلیسا یعنې د خپل بدن سر دی او هغه خپله د هغې خلاصوونکی دی. 24 نو لکه څنګه چې کلیسا د مسیح تابع ده، همداسې دې ښځې هم په هر شي کې د خپلو مېړونو تابع اوسي. 25 ای مېړونو، د خپلو ښځو سره داسې مینه کوئ لکه څنګه چې مسیح د کلیسا سره کوله او خپل ځان یې د هغې دپاره قربان کړ. 26 هغه داسې وکړل، ترڅو کلیسا د اوبو او کلام په وسیله ووینځي او هغه پاکه او سپېڅلې کړي. 27 هغه داسې وکړل، ترڅو د ځان دپاره داسې د شان او شوکت نه ډکه کلیسا تیاره کړي چې بې داغه، بې ګونجې او کوم بل عیب په کې نه وي، بلکې سپېڅلې او بې عیبه وي. 28 همدارنګه مېړونه باید د خپلو ښځو سره داسې مینه وکړي لکه څنګه چې د خپل بدن سره یې کوي. هرڅوک چې د خپلې ښځې سره مینه کوي، نو د خپل ځان سره مینه کوي. 29 هېڅوک هم د خپل بدن نه کرکه نه کوي بلکې هغه ته خواړه ورکوي او پام ورباندې کوي، لکه څنګه چې مسیح یې د کلیسا دپاره کوي، 30 ځکه چې مونږ د هغه د بدن غړي یو. 31 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای کیږي او دواړه یو بدن شي. 32 دا یو لوی راز دی او زه د مسیح او کلیسا په هکله خبرې کوم. 33 خو په هر حال، په تاسو کې دې هر مېړه باید د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مینه وکړي او هره ښځه هم باید د خپل مېړه درناوی وکړي. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society