Online Bible

- Reklamy -

افسیسیان 2_1 - Afghan Pashto Bible


دوهم فصل د روحاني مرګ څخه ژوند ته

1 تاسو یو وخت د خپلې سرغړونې او ګناهونو له امله مړه وئ،

2 او د دې دنیا په کږو لارو باندې روان وئ او د فضا د روحاني قدرتونو د واکمن یعنې د هماغه روح څخه مو پیروي کوله چې اوس په نافرمانو خلکو کې کار کوي.

3 یو وخت مونږ هم لکه د هغوی په شان د خپلو جسماني غوښتنو له مخې ژوند تېراوه او خپلې نفساني او فکري غوښتنې مو پوره کولې. مونږ هم لکه د نورو انسانانو په شان په طبیعي توګه د خدای د غضب لایق وو.

4 خو خدای چې په رحم غني دی زمونږ سره یې ډېره مینه وکړه،

5 حتی کله چې مونږ د خپلو سرغړونو له امله مړه شوي وو، هغه مونږ د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړو، نو د هغه د فضل په وسیله تاسو خلاصون وموند.

6 خدای مونږ د عیسی مسیح سره په یووالي کې هم په روحاني توګه د مړو نه راپورته کړو او مونږ یې د هغه سره په اسماني ځایونو کې کښېنولو.

7 هغه داسې وکړ، ترڅو په راتلونکو زمانو کې د خپل فضل لویه او بې حده شتمني د خپلې مهربانۍ له مخې په عیسی مسیح کې مونږ ته ښکاره کړي.

8 ځکه چې تاسو د خدای د فضل په سبب او ایمان له لارې خلاصون موندلی دی او دا ستاسو خپل کار نه دی بلکې دا د خدای یو نعمت دی.

9 خلاصون ستاسو د کار نتیجه نه ده، نو هېڅوک ویاړ نه شې کولای.

10 ځکه چې مونږ د هغه په لاس جوړ شوي یو او په عیسی مسیح کې د نېکو کارونو دپاره پیدا شوي یو چې خدای د مخکې نه زمونږ دپاره تیار کړي وو، ترڅو سرته یې ورسوو.


په مسیح کې یووالی

11 نو له دې امله یاد ساتئ چې یو وخت تاسو غیریهودیان د سنت شویو په نظر کې چې دا خپله یو جسماني عمل دی او د انسان په وسیله سرته رسیږي، ناسنت شوي ګڼل کېدلئ.

12 یاد ساتئ چې تاسو په هغه زمانه کې د مسیح نه بېل وئ او د اسراییلو په قوم کې شامل نه وئ او تاسو د خدای د هغو لوظونو نه بې برخې وئ چې د هغې وعدې له مخي شوي وو چې خدای د خپلو خلکو سره کړې وه. تاسو په دې دنیا کې نا امیده او د خدای نه لرې ژوند کاوه.

13 خو اوس تاسو په عیسی مسیح کې چې یو وخت د خدای نه لېرې وئ د هغه د وینې په وسیله هغه ته نژدې شوي یئ.

14 ځکه چې مسیح زمونږ سوله او سلامتي ده او هغه دوه ډلې سره یو کړلې او د خپل بدن په وسیله یې د دښمنۍ هغه دېوال وران کړ چې هغوی یې سره بېل کړي وو.

15 هغه شریعت د هغه د حکمونو او مقرراتو سره منسوخ کړ، ترڅو په خپل بدن کې د دې دوه ډلو نه یو نوی قوم جوړ کړي او سوله او سلامتي راولي.

16 مسیح په صلیب باندې د خپل مرګ په وسیله دواړه ډلې په یو بدن کې د خدای سره پخلا کړې، ترڅو د یهودیانو او غیریهودیانو دښمني له منځه یوسي.

17 هغه راغی ترڅو د سولې او سلامتۍ زېری تاسو ته چې د خدای نه لېرې وئ او هغوی ته چې خدای ته نژدې وو، اعلان کړي.

18 ځکه چې مونږ دواړه د مسیح په وسیله په یو روح القدس کې پلار خدای خواته ورنژدې کېږو.

19 نو نور تاسو پردي او مسافر نه یئ بلکې د خدای د خلکو وطنداران او د خدای د کورنۍ غړي یئ.

20 تاسو د رسولانو او پیغمبرانو په بنیاد جوړ شوي یئ چې عیسی مسیح په خپله د هغه بنیاد اصلي تیږه ده.

21 په هغه کې د ودانۍ ټولې برخې سره یوځای کیږي او په څښتن کې ترې یو سپېڅلی کور جوړیږي او وده کوي.

22 نو ستاسو نه هم په هغه کې د نورو سره یو کور جوړیږي چې خدای د خپل روح په وسیله په هغه کې اوسیږي.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy