Online Bible

- Reklamy -


دوهم تسالونیکیان 1_1 - Afghan Pashto Bible


لومړی فصل سلامونه

1 دا لیک د پولوس او سیلاس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته چې زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده.

2 زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.


د عیسی مسیح د راتللو په وخت کې د خدای قضاوت

3 ای خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو دپاره د خدای شکر وکړو او همداسې مناسبه ده، ځکه چې ستاسو ایمان ښه قوي کیږي او ستاسو مینه یو د بل سره نوره هم زیاتیږي.

4 له دې امله مونږ د خدای په نورو کلیساګانو کې د هغه صبر او زغم او ایمان دپاره چې تاسو یې په ځورونو او تکلیفونو کې ښایئ، ویاړو.

5 دا د خدای د عادلانه قضاوت ثبوت دی د دې دپاره چې تاسو د خدای د هغې پاچاهۍ لایق کړي د کومې دپاره چې کړاوونه زغمئ.

6 څرنګه چې خدای عادل دی، نو هغه به هغو خلکو ته سزا ورکړي چې تاسو یې ځورولي یئ.

7 هغه به تاسو ته چې ځورېدلي یئ، ارام درکړي او مونږ ته به یې هم راکړي. دا کار به هغه وخت وشي چې کله زمونږ څښتن عیسی د اسمان څخه د خپلو زورورو فرښتو سره

8 د اور په لمبو کې راښکاره شي. هغه به هغو خلکو ته چې خدای نه پېژني او زمونږ د څښتن عیسی زېری نه مني، سزا ورکړي.

9 د هغوی سزا به دا وي چې د تل دپاره تباه شي او د څښتن د حضور او د هغه د قدرت د جلال څخه به بې برخې شي.

10 په هغه ورځ چې څښتن عیسی راشي، نو د خپلو سپېڅلو خلکو له خوا به جلال ومومي او ټول ایمانداران به یې په لیدلو ډېر حیران شي. په هغوی کې به تاسې هم شامل یئ، ځکه چې تاسو زمونږ په شهادت باندې چې د هغه په هکله مو درکړ، ایمان راوړ.

11 له دې امله مونږ تل ستاسو دپاره دعا کوو. مونږ د خپل خدای څخه غواړو چې تاسو د هغه ژوند لایق کړي چې هغه مو ورته رابولي. هغه دې په خپل قدرت سره ستاسو ټولې نېکې هیلې پوره کړي او ستاسو هغه کارونه دې پوره کړي چې په ایمان سره یې کوئ.

12 مونږ دا دعا د دې دپاره کوو، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح نوم ستاسو له خوا جلال ومومي او زمونږ د خدای او د څښتن عیسی مسیح په فضل سره تاسو د هغه له خوا عزت ومومئ.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy