Online Bible

- Reklamy -

دوهم قرنتیان 9_1 - Afghan Pashto Bible


نهم فصل د محتاجو ایماندارانو سره مالي مرسته

1 زما دپاره لازمه نه ده چې تاسو ته د یهودیې د ایماندارانو سره د مرستې په هکله ولیکم.

2 ځکه زه پوهېږم چې تاسو غواړئ مرسته وکړئ. ما د مقدونیې د خلکو په وړاندې په تاسو باندې ویاړ وکړ او ومې ویل چې په جنوبي یونان کې زمونږ ورونه یو کال مخکې دې مرستې ته تیار وو او ستاسو دې لېوالتیا ډېر خلک وهڅول.

3 خو زه دا ورونه تاسو ته درلېږم، ترڅو په دې هکله چې مونږ په تاسو باندې کوم ویاړ کړی دی، هغه تشې خبرې نه وي. لکه څنګه چې ما تاسو ته وویل چې د هغوی سره د مرستې کولو دپاره تیار اوسئ.

4 که نه، نو که چېرې د مقدونیې ځینې خلک زما سره راشي او وویني چې تاسو تیار نه یئ، نو مونږ به وشرمېږو، ځکه چې په تاسو مو باور کړی دی.

5 نو ما دا لازمه وګڼله چې د دې ورونو څخه وغواړم چې زما نه مخکې تاسو ته درشي او هغه مالي مرستې چې تاسو یې وعده کړې وه، مخکې له مخکې تیار اوسي، ترڅو دا معلومه شي چې ستاسو دا سوغاتونه د خپلې خوښې له مخې دي، نه دا چې تاسو مجبور کړای شوي یئ.


د مالي مرستو برکتونه

6 یاد ساتئ، څوک چې زیات تخم کري، نو زیات حاصل به اخلي او که څوک لږ تخم کري، نو لږ حاصل به اخلي.

7 نو تاسو هر یو دې په هماغه اندازه ورکړي چې زړه یې غواړي، نه دا چې زړه یې نه غواړي او یا یې د مجبوریت له مخې ورکوي، ځکه چې خدای د هغه چا سره مینه کوي چې په خوشحالۍ سره یې ورکوي.

8 خدای کولای شي چې هرڅه ته چې تاسو اړتیا لرئ، پرېمانه درکړي او تاسو سره به هرڅه پرېمانه وي چې نورو ته یې ورکړئ.

9 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څوک چې په سخاوت سره د محتاجانو سره مرسته کوي، نو د هغه نېک اعمال د تل دپاره پاتې کیږي.

10 نو هغه خدای چې بزګر ته تخم ورکوي او د خوړلو دپاره ډوډۍ ورکوي، تاسو ته به د کرلو دپاره تخم درکړي او هغه به زیات کړي او په تاسو کې به د سخاوت حاصل هم ډېر کړي.

11 تاسو به په هرڅه کې شتمن شئ او په هر لحاظ به سخاوتمند اوسئ. کله چې مونږ ستاسو هدیې او سوغاتونه محتاجو خلکو ته یوسو، نو هغوی به د خدای شکر وکړي.

12 ځکه چې دا خدمت نه یوازې دا چې د خدای د خلکو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د دې سبب کیږي چې ډېر خلک به د خدای شکرګزاري وکړي.

13 نو ستاسو د خدمت له امله به هغوی خدای ته جلال ورکړي، ځکه چې د هغوی او ټولو ایماندارانو په وړاندې ستاسو سخاوتمندي به دا ثابته کړي چې تاسو د مسیح د زیري منونکي او تابعدار یئ.

14 نو هغوی به د خدای د هغه لوی فضل له امله چې په تاسو باندې یې کړی دی، په ډېره مینه ستاسو دپاره دعا کوي.

15 د خدای د هغه قیمتي نعمت دپاره د هغه شکر کوو.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy