دوهم قرنتیان 10_1 - Afghan Pashto Bibleلسم فصل پولوس رسول د خپل خدمت څخه دفاع کوي 1 زه پولوس ستاسو څخه د مسیح په عاجزۍ او نرمۍ کې غوښتنه کوم. هو، هماغه پولوس چې خلک وایي ستاسو په مخکې عاجز یم خو کله چې ستاسو نه لېرې یم، نو زړور یم. 2 خو زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چې کله تاسو سره یم، نو ما مه مجبوروئ چې سخت چلند وکړم لکه څنګه چې ځینې خلک ګومان کوي چې مونږ د انساني معیارونو له مخې عمل کوو. 3 که څه هم مونږ په دې نړۍ کې اوسېږو، خو زمونږ جنګ انساني نه دی. 4 کومې وسلې چې مونږ ورباندې جنګ کوو، هغه دنیاوي وسلې نه دي، بلکې زمونږ وسلې خدایي او اسماني قدرت دی چې قوي کلاګانې ورانوي. 5 مونږ هغه بحثونه او د غرور نه ډکې نظریې چې د خدای پېژندنې په خلاف دي، له منځه وړو او د هر ډول نافرمانه خیالونو مخه نیسو او هغوی ته زده کوو چې د مسیح اطاعت وکړي. 6 کله چې تاسې په پوره توګه فرمانبردار شئ، نو بیا به مونږ هر هغه چاته چې نافرمانه پاتې کیږي سزا ورکړو. 7 تاسو یوازې د یو شي ظاهري شکل ته ګورئ. که چېرې څوک په دې باندې باور لري چې د مسیح سره تړاو لري، نو پرېږدئ چې هغوی یوځل بیا د خپلو ځانونو په هکله فکر وکړي لکه څنګه چې هغوی دي، نو مونږ هم یو. 8 نو که چېرې زه په هغه اختیار باندې لږ زیات ویاړ وکړم چې خدای راته ستاسو د ایمان د قوي کولو دپاره راکړی دی، نه ستاسو د بربادۍ دپاره، نو زه په دې نه شرمېږم. 9 زه نه غواړم تاسو ته داسې ښکاره شي چې په خپلو لیکونو سره تاسو ووېروم. 10 ځکه چې ځینې به ووایي: «د هغه لیکونه سخت او قوي دي، خو کله چې هغه په خپله حاضر وي، نو کمزوری وي او خبرې یې بې ارزښته وي.» 11 داسې خلک باید په دې پوه شي څه چې مونږ په خپل نشتون کې د لیکونو په وسیله تاسو ته وایو، نو کله چې تاسو سره یو، نو هغه به عملي کوو. 12 مونږ خپل ځانونه د هغو خلکو سره نه برابروو او نه پرتله کوو چې د خپلو ځانونه ستاینه کوي. خو کله چې هغوی خپل ځانونه د یو بل سره اندازه او پرتله کوي، نو معلومیږي چې هغوی هېڅ نه پوهیږي. 13 خو مونږ د حد نه زیات ویاړ نه کوو، بلکې د کار تر هغه حده پورې ویاړو چې خدای زمونږ دپاره ټاکلی دی او په هغه کې هغه کار هم شامل دی چې مونږ یې تاسو سره کوو. 14 مونږ د خپل حد څخه تېری نه کوو، داسې لکه چې مونږ هېڅکله تاسو ته نه یو راغلي. ځکه چې مونږ لومړني کسان وو چې د مسیح زېری مو تاسو ته ورساوه. 15 مونږ د نورو په کار باندې ویاړ نه کوو چې د هغه حد نه یې زیات کړی دی چې خدای زمونږ دپاره ټاکلی دی. خو مونږ په دې هیله یو چې ستاسو ایمان قوي شي او وکولای شو چې ستاسو په منځ کې د خپل خدمت او کار ساحه پراخه کړو، 16 ترڅو مونږ وکولای شو چې ستاسو نه هغه خوا سیمو ته زېری ورسوو او په هغه خدمت او کار باندې ویاړ ونه کړو چې پخوا د بل چا په ساحه کې شوی دی. 17 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څوک چې غواړي ویاړ وکړي، نو په څښتن باندې دې ویاړ وکړي. 18 ځکه څوک چې په خپله د خپل ځان ستاینه کوي، هغه د منلو وړ نه دی، بلکې هغه څوک خدای ته د منلو وړ دی چې څښتن یې ستاینه کوي. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society