اول تِسالونيکيان 5_1 - Afghan Pashto Bibleپنځم فصل د عیسی مسیح بېرته راتللو ته تیاری نیول 1 ای خویندو او ورونو! اړتیا نشته چې مونږ تاسو ته ولیکو چې څنګه او کله به دا هرڅه پېښیږي، 2 تاسو ښه پوهېږئ چې د څښتن ورځ به د هغه غله په شان وي چې د شپې راځي. 3 کله چې خلک وایي چې سوله او امنیت دی، نو ناڅاپه به په هغوی باندې داسې مصیبت راشي لکه څنګه چې په امیدوارې ښځې باندې د ماشوم د پیدا کېدلو درد راځي او هغوی به تښتېدلی نه شي. 4 خو ای خویندو او ورونو! تاسو په تیاره کې ژوند نه کوئ چې هغه ورځ به تاسو د غل د راتللو په شان حیران کړي. 5 ځکه چې تاسو ټول د رڼا او د ورځې اولادونه یئ. مونږ د تیارې او شپې خلک نه یو. 6 نو بیا راځئ چې د نورو په شان ویده پاتې نه شو، بلکې ویښ او هوښیار اوسو. 7 ځکه چې خلک د شپې ویده کیږي او د شپې نشه کیږي. 8 خو څرنګه چې مونږ په رڼا کې ژوند کوو، نو راځئ چې هوښیار اوسو. مونږ باید ایمان او مینه لکه د زغرو د کالیو په شان واغوندو. زمونږ د خلاصون هیله دې د زغرو د خولۍ په شان وي. 9 ځکه چې خدای مونږ د دې دپاره نه یو غوره کړي چې خپل غضب په مونږ نازل کړي، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون پیدا کړو. 10 هغه زمونږ دپاره مړ شو، ترڅو کله چې هغه بېرته راځي، که مونږ مړه یو یا ژوندي یو، وکولای شو د هغه سره یوځای ژوند وکړو. 11 نو بیا تاسو یو بل وهڅوئ او قوي کړئ لکه څنګه چې اوس یې کوئ. وروستنۍ لارښوونې او سلامونه 12 ای خویندو او ورونو! ستاسو نه غوښتنه کوو چې د هغو خلکو درناوی کوئ چې په تاسو کې زیار وباسي او د څښتن په کار کې تاسو ته لارښوونه او نصیحت کوي. 13 د هغه کار له امله چې هغوی یې کوي، په مینه د هغوی ډېر عزت کوئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند کوئ. 14 ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو څخه غواړو چې لټانو او بېکاره خلکو ته نصیحت کوئ، بې زړه خلک تشویق کوئ، د کمزورو خلکو سره مرسته کوئ او د هغوی ټولو سره د صبر څخه کار اخلئ. 15 ګورئ، په تاسو کې دې هېڅوک د هېچا سره د بدو په بدل کې بدي نه کوي، بلکې کوښښ کوئ چې تل یو د بل سره او د ټولو خلکو سره نېکي وکړئ. 16 تل خوشحاله اوسئ. 17 هر وخت دعا کوئ. 18 په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده. 19 د روح القدس د کار مخه مه نیسئ. 20 د پیغمبرانو کلام ته په سپکه سترګه مه ګورئ، 21 بلکې هرڅه وازمایئ او کوم څه چې ښه وي په هغه باندې عمل وکړئ. 22 د هر ډول بدیو نه ځان لېرې ساتئ. 23 خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، هغه دې تاسو په پوره توګه پاک کړي او ستاسو ټول روح، ځان او بدن دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ په وخت کې بې عیبه وساتي. 24 خدای چې تاسو ځان ته رابللي یئ، د باور وړ دی او هغه به دا کار وکړي. 25 ای خویندو او ورونو! زمونږ دپاره هم دعا وکړئ. 26 ټولو ایماندارانو ته سلامونه ووایئ او په پاکه مینه هغوی ښکل کړئ. 27 زه تاسو ته د څښتن په نوم حکم کوم چې دا لیک ټولو خویندو او ورونو ته ولولئ. 28 په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society