Online Bible

- Reklamy -


اول تِسالونيکيان 3_1 - Afghan Pashto Bible


درېم فصل

1 څرنګه چې مونږ نور ستاسو لېرې والی ونه شو زغملی، نو پرېکړه مو وکړه چې د آتن په ښار کې پاتې شو.

2 نو مونږ خپل ورور تیموتاوس چې د مسیح د زېري په خپرولو کې د خدای همکار دی درولېږه، ترڅو تاسو قوي کړي او تشویق مو کړي چې په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ

3 ترڅو په تاسو کې هېڅوک د دې تکلیفونو له امله خپل ایمان له لاسه ورنه کړي. تاسو پوهېږئ چې دا تکلیفونه زمونږ په قسمت او تقدیر کې لیکل شوي دي.

4 ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو له مخکې نه مو درته وویل چې مونږ ټول به وځورول شو او لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ همداسې وشول.

5 نو له دې امله چې دا مې نور نه شو زغملی نو تیموتاوس مې درولېږه، ترڅو دا معلومه کړي چې تاسو په ایمان کې ټینګ پاتې یئ که نه. ځکه زه وېرېدم هسې نه چې شیطان تاسو وسوسه کړي اوسئ او زمونږ خواري بېځایه تللي وي.

6 خو اوس تیموتاوس ستاسو نه بېرته مونږ ته راغی او ستاسو د ایمان او مینې په هکله یې مونږ ته ښه خبر راوړ. هغه وویل چې تاسو تل مونږ په خوشحالۍ سره یادوئ او لکه څنګه چې مونږ ستاسو د لیدلو په ارمان یو، تاسو هم زمونږ د لیدلو په ارمان یئ.

7 نو ای خویندو او ورونو! سره له دې ستونزو او کړاوونو چې مونږ ولیدل، مونږ ته تسلي پیدا شوه، ځکه چې تاسو په خپل ایمان کې ټینګ پاتې یئ.

8 په دې باندې زمونږ روح تازه شو، ځکه چې تاسو په څښتن عیسی باندې ټینګ ایمان لرئ.

9 نو بیا مونږ د هغو خوشحالیو دپاره چې ستاسو په خاطر یې لرو، د خدای په حضور کې څومره شکرګزاري وکړو.

10 مونږ شپه او ورځ له زړه له کومي دعا کوو چې یوځل بیا تاسو ووینو او هغه کمی چې ستاسو په ایمان کې موجود دی، هغه پوره کړو.

11 اوس دې زمونږ پلار خدای او زمونږ څښتن عیسی خپله مونږ ته لاره وښایي چې تاسو ته درشو.

12 څښتن دې ستاسو مینه یو د بله او ټولو خلکو سره ډېره زیاته کړي، دومره زیاته لکه څنګه چې مونږ یې تاسو سره لرو.

13 کله چې زمونږ څښتن عیسی د خپلو ټولو سپېڅلو خلکو سره راځي او تاسو د خدای یعنې زمونږ اسماني پلار په حضور کې ودرېږئ، نو هغه دې ستاسو زړونه قوي، پاک او بې عیبه کړي.

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Následuj nás:



Reklamy