درېم يوحنا 1 - Afghan Pashto Bibleلومړی فصل سلامونه 1 د کلیسا د مشر له خوا ګران غایوس ته چې په رښتیا راباندې ګران دی. 2 زما ګرانه ملګریه! زه دعا کوم چې په هر کار کې بریالی اوسې او لکه څنګه چې په روحاني توګه روغ او جوړ یې، نو همداسې په جسماني توګه هم واوسې. 3 کله چې ځینې ورونه راغلل او ماته یې ستا د وفادارۍ په هکله شاهدي راکړه او دا چې ته تل په رښتینې لاره ژوند تېروې، نو ډېر خوشحاله شوم. 4 د دې نه زیاته خوشحالي ماته په بل هېڅ شي کې نشته چې کله واورم چې زما اولادونه په رښتینې لاره روان دي. د غایوس همکاري او د دیوترفیس مخالفت 5 ګرانه دوسته! ته په هغه خدمت کې چې دې مسیحیانو ته یې کوې ډېر وفادار یې، که څه هم ته هغوی نه پېژنې. 6 هغوی د دې ځای کلیسا ته وویل چې د هغوی سره څومره مینه کوې. مهربانې وکړه د هغوی سره په سفر کې داسې مرسته وکړه لکه د هغو خلکو په شان چې د خدای خدمت کوي. 7 ځکه چې هغوی مسیح ته د خدمت کولو په خاطر په سفر روان شول او د بې دینه خلکو نه یې هېڅ مرسته ونه غوښتله. 8 نو مونږ باید د داسې خلکو سره مرسته وکړو او د حقیقت په خپرولو کې د هغوی سره ملګري شو. 9 ما ستاسو کلیسا ته یو لیک ولېږه، خو دیوترفیس چې خپل ځان د نورو څخه لوړ ښایي، زما خبرې نه مني. 10 که زه درغلم، نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي، بلکې مېلمنو مسیحیانو ته د هرکلي ویلو نه هم انکار کوي او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووایي او د هغوی مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي. 11 زما ګرانه دوسته، د بدۍ پیروي مه کوه، بلکې د نېکۍ پیروي کوه. کوم خلک چې نېک کارونه کوي، هغوی د خدای اولادونه دي او څوک چې بد کارونه کوي، هغوی هېڅکله هم خدای نه دی لیدلی. 12 ټول خلک د دیمیتریوس په هکله ښه شاهدي ورکوي او حقیقت همدا دی. مونږ هم د هغه په هکله ښه شاهدي ورکوو او ته پوهېږې چې زمونږ شاهدي رښتیا ده. وروستنۍ خبرې 13 زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاته یې وکړم، خو زه نه غواړم چې تاته هغه په قلم باندې ولیکم. 14 زه هیله لرم چې ډېر زر دې ووینم او مخامخ در سره خبرې وکړم. 15 سلامتي دې وي په تا باندې. ټول دوستان دې درباندې سلامونه وایي، زمونږ هر یو دوست ته سلامونه ووایه. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society